IQNA

په مسجد الحرام کې د ښځو لپاره د قرآن د حفظ  د اوړي مرحله پای ته ورسېده

9:01 - July 29, 2025
د خبر لمبر: 3491471
 ایکنا -  د مسجدالحرام د میرمنو  لپاره د قرآني  حفظ د اوړي  د موسم مرحله چې تود هرکلی ئې شوی ؤ ،بای ته ورسیدله. ایکنانیوز راپور راکوي،د مسجدالحرام د ښځو د قرآني کړیو او ناستو  د مرکز له لورې د قرآن کریم د حفظ  د اوړي موسم  کورس پای ته ورسېد.

دا دوره د مسجدالحرام د ارشادي چارو د عمومي ریاست د پروګرامونو په لړ کې، او د عمرې د موسم لپاره د ځانګړي عملیاتي پلان د اهدافو لپاره ترسره شوه.

د دغه پروګرام موخه دا وه چې د عبادت او روحانیت په چاپېریال کې د زيارت تجربې ته بډایوالی ورکړي او زیارتوالې  د مناسکو د ښه ترسره کولو لپاره توانمنې کړي.

داغه مرحله د ذي‌الحجې په ۲۵ نېټه پیل شوه او ۱۶۰۲ ښځینه قرآن‌پوهانو پکې په ۶۲ قرآني حلقو یا کړَیو کې ګډون وکړ. د ختم قرآن  د پروګرام له مخې، ۵۵ ښځینه ګډونوالو قرآن د بېلابېلو روایتونو له مخې ختم کړ، او ۱۴۰ نجونو د یادو آیتونو د تثبیت لپاره دوه ځلې قرآن ختم کړ.

دا مرحله د مسجدالحرام او مسجدالنبي د تولیت له مهمو نوښتونو څخه وه، چې موخه ئې له قرآن سره د خلکو اړیکې پیاوړې کول، د حرمین  شریفینو قرآني ناستو ته د ګروهمنو هڅول او میرمنو ته د قرآن د زده‌کړې زمینه برابرول وو.

https://iqna.ir/fa/news/4296748

captcha